سيمه او نړۍ

اسفنديار ولي خان: هېچا ته د افغان کډوالو د ځورولو اجازه نه ورکوو.

د پاکستان نېشنل عوامي گوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي، چې هېچا ته به د افغان کډوالو د ځورولو اجازه ورنه کړي.

اسفنديار ولي خان زياتوي، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د افغانستان او پاکستان اړيکې د لنډ مهال لپاره خړې شوي او اوس يو شمېر کړۍ هڅه کوي، چې پاکستان مېشتي افغان کډوال وځوروي.

د عوامي نېشنل گوند مشر پېښور باچا خان مرکز کې رسنيو ته وويل، چې د دواړو حکومتونو ترمنځ تاوتريخوالی بايد پر ولسونو اغېز ونه لري او هېڅوک دا حق نه لري، چې پاکستان مېشتي سوله خوښي افغانان وځوروي.

اسفنديار ولي خان د دواړو هېوادونو پر چارواکو غږ وکړ، چې تاوتريخوالی او ترينگلې اړيکې د افغانستان او پاکستان دواړو په زيان دي.

«د افغانستان او پاکستان مشران بايد د روانو ستونزو لپاره بنسټيز حل وگوري او پرې نږدي، چې د دواړو هېوادونو دښمنان له دې بې باورۍ او ستونزو گټه پورته کړي.»

له دې وړاندې د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي هم ويلي و، چې خيبرپښتونخوا د افغانانو خپله خاوره ده او هېڅوک حق نه لري، چې افغانان په خپله خاوره وځوروي.

د جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هم پر حکومت غږ کړی و، چې د افغانانو له ځورولو دې لاس واخلي او زياته کړې يې وه، چې دوی ټول افغانان دي او د هر افغان په ځورونه خوابدي کېږي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button