خبرونهسلايډ

اسرائیلی مستشرق: اردوگان غواړي ترکیې ته اسلامي هویت ورکړي

د تل ابیب د پوهنتون مستشرق استاد آیال زیسر وايي چې اردوگان غواړي له ناکامې کودتا اعظمي گټه پورته کړي او په پوځي او قضايي برخه کې داسې بدلون راوړي چې په راتلونکي کې د اردوگان مخالفت ونشي کړای. زیسر زیاته کړې چې اردوگان غواړي په ترکیه کې د معاصر سیکولرزم ریښې لمنځه یوسي او بیا به دې هېواد کې نور د کمال اتاترک سکولر نظام د تاریخ یوه برخه وي او بس.

زیسر په خپلې یوې لیکنې کې چې «اسرائيل الیوم» کې خپره شوې زیاته کړې چې اردوگان د ناکامې کودتا نه په گټې سره غواړي ترکیه بېرته د عثماني خلافت په لور بوځي او غواړي چې پخپله د عثمانیانو وارث او ځای‌ناستی شي. زیسر همداراز زیاته کړې چې اردوگان وکولی شول چې په دې لنډې مودې کې په پولیسو، استخباراتو، او قضا کې ځای پیدا کړي او له دې وروسته غواړي چې پوځ او تعلیمي برخې کې هم خپل نفوذ زیات کړي.

د دې اسرائيلي لیکوال له نظره اردوگان یو کامیابه څېره ده او د کامیابۍ تر ټولو ستره لاسته راوړنه یې د ترکیې اقتصادي پرمختگ دی چې له لارې یې وکولای شول چې د ترکانو زړونو ته لار پیدا کړي.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button