ادب

اساسي پوښتنې

 اجمل ښکلی

زموږ پښتو ژبه او ادب داسې نه دی، چې ګنې موږ پرې وشرمېږو. زموږ مشرانو او کشرانو په ګډه ډېر کار کړی دی او روان دی؛ خو ډېرې بنسټي پوښتنې لا پاتې دي، چې زموږ ډېرو ثقيلو څېړنو هم نه دي حل کړې او که فکر پرې ونه شي، همداسې به پاتې وي. د ادبي تيورۍ يوه موخه دا ده، چې لوستونکو ته ادب تعريف کړي او د ادب پر ارزښت يې پوه کړي.

حميد که په هر کال پيدا شوی؛ خو لوستونکي سره لومړۍ پوښتنه دا ده، چې حميد ولې ولولم، ادبيات ما ته څه ګټه کوي؟

کله موږ د ډېرو پېچلو علمي او څېړنيزو ليکنو او کتابونو په هوس او شهرت کې د ادب اساسي غوښتنې او پوښتنې له پامه وغورځوو.

له دي نه انکار نه دی پکار چې څېړنې د ادب د بقا لپاره پکار دي؛ خو کله کله څېړنيز کارونه د ادب پر ځمکه درزونه پرېږدي. دا درزونه که ډک نه شي او بېلابېل ادبي کارونه سره کوشير نه شي، لوستونکی د ادب پر ماهيت شکمن کېږي.

دا اوس موږ ډېر خلک وينو، چې شاعري د بيکارو خلک کار بولي، چې ټولنه لټه او بېکاره کوي. دا خلک نالوستي هم نه دي او داسې هم نه ده، چې ګنې پر شاعرۍ به يې فکر نه وي کړی؛ خو دا د ادبپوهانو لټي ښيي، چې د شاعرۍ ارزښت يې خلکو ته نه دی ښودلی. يواځې شاعري نه، نثري ادب هم له همداسې چېلنجونو سره مخ دی.

دا به هم منو، چې د ادبي اثارو د نه لوست لوی لامل نالوستي ده؛ خو کوم کسان چې لوستي دي، په هغوی کې هم يواځې د ادبياتو فارغان ولې ادب له زړه نه نه لولي؟ دا هغه پوښتنه ده، چې ادبپوهان به ورته ځواب وايي.

موږ لوستونکي ته ضرورت لرو او لوستونکی هله کتاب لولي، چې پر ارزښت او ګټه يې پوه شي. خبرونه مو له ورځني ژوند سره مستقيمه اړيکه لري، ځکه يې لولو، ملايانو راته ويلي، چې ديني کتابونو کې اخروي ګټه ده. تاريخونه په بحث کې د بل د ايلولو لپاره لولو؛ خو ادب ولې نه لولو؟ ځکه چې چا راته ويلي نه دي، چې کيسي، سفرنامې، شعرونه راته څه ګټه رسوي؟

ادب څه شی دی، ادب له ناادبه څه توپير لري؟ د ادب ګټه څه ده؟ په موږ کې کوم مثبت بدلون راوستی که نه؟ پر ژوند او طبيعت باندې د پوهېدو لپاره راسره مرسته کوي؟ که يې ونه لولو، څه زيان کولی شو؟ دا دومره شعري ټولګې او د کيسه ييز کتابونه ولې چاپېږي؟ دا همغه اساسي پوښتنې دي، چې د دومره ادبي او څيړنيزو ادبي آثارو تر چاپ مخکې ورسره لوستونکی مخ دی. چې دا پوښتنې حل شي، هله د ادب خپرېدا ته لار هواره شي.

دا او داسې په لسګونو نورې پوښتنې د عام او ان خاص لوستونکي په سترګو کې غړېږي، چې هره يوه يې د يوې خوندورې څېړنې او ځواب وړ ده او که دا ځوابونه ونه وايو، زموږ ادب په ټولنه کې ريښې نه شي ځغلولی.

همدا وخت دی، چې موږ ادب د خپلو مشرانو د (ادب يواځې د ادبپوهانو) لپاره له نظريې راوباسو او عام يې کړو؛ خو که عاموو يې؛ نو د عامو لوستونکو په ذهن کې به اوښتونکو پاسنيو پوښتنو ته مقنع دلايل او ځوابونه وايو.

په دې کار به د خپلو مشرانو او هممهالو کړو ادبي ليکنو پرېښې تشې ډکې کړو، لکه څوک چې دوه درې ورځې وروسته په خپلې اخېړ کړې کوټې پسې ګلماله راواخلي او کړي چاودونه يې سره کوشير کړي.

ادب وخت په وخت له داسې پوښتنو سره مخېږي، چې ځيرک ليکوال يې د ادب مارکيټ، په ټولنه کې اغېز او نورو ته په کتو د حل کولو هڅه کوي.

ښايي کله راته تر سوچه ليکنو د ادب عملي اړخ ته متوجه ليکنې ډېره ګټه ورسوي. که د خپل ادب عملي ستونزو ته توجه ونه کړو، د سوچه ادبي ليکنو له لاسه به مو ادب په هوا کې معلق پاتې شي او ځمکې ته به يې د راکوزېدو امکان کم شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button