خبرونهسلايډ

ارگ د کرزي وروستۍ څرگندونې ردوي

پخواني ولسمشر حامد کرزي له رویترز خبري اژانس سره ویلي وو چې افغان حکومت امریکایانو ته خلاص لاس ورکړی تر څو پر افغانانو بمبارۍ وکړي. کرزي همدرانگه زیاته کړې وه چې د امریکا او افغانستان تر منځ اړیکې باید احترامانه وي نه دا چې د بادار او غلام په څېر اړیکې ولري.

د کرزي دغه څرگندونې ارگ رد کړي دي او زیاته کړې یې ده چې افغان هوايي ځواک له امریکایانو سره څنگ په څنگ او په یوه شته پوهاوي کې بمبارۍ کوي. د ولسمشر ویاند شاحسین مرتضوي رسنیو ته ویلي چې د امریکايي ځواکونو عملیاتو او بمبارۍ د شوي سترتیژیک تړون پر اساس تر سره کېږي او افغان حکومت ټول عملیات له نږدې څاري.

کرزي له رویترز سره ویلي وو چې ولې امریکايي ځواکونه په خپل سري ډول عملیات کوي، کرزي همدارنگه ویلي وو چې موږ دلته حکومت لرو او هر څه باید د دوی په مشورې تر سره شي. کرزي دغه ډول زیاته کړې وه چې دا د افغانانو هېواد دی او باید تصمیم په کې افغانان ونیسي.

حامد کرزي د خپل حکومت په دورې کې د امریکایانو د شپې له لوري عملیات درولي وو. د حامد کرزي په نظر دغه راز عملیات د ترهگرۍ د لمنځه وړلو لپاره گټور نه دي. د حامد کرزي او امریکایانو تر منځ له همدې امله گڼې لفظي شخړې هم راغلې وې.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button