راپورونهسيمه او نړۍ

اروپايي اتحاد ترکيې ته د اقتصادي بنديزونو اخطار ورکړ

د اروپايي اتحاديې مشر “ډونالډډسک”پرخپل ټويټد ترکيې د ولسمشر  رجب طيب اردوګان  هغه ويناته سخت غبرګون ښودلی چې ویلې و که اروپا راسره مرسته ونکړي نو ۳۵لکو سوریايي مهاجرو ته به د اروپا دروازې خلاصې پريدو، ډسک ويلي اردوګان اروپا بلیک ميل کول غواړي اوبايد پر ترکيه اقتصادي بندیزونه ولګوو.

له دې وړاندي فرانسې هم پرترکيه د بندیزونو غوښتنه کړې وه، بل خوا تیره ورځ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ترکيې ته خبرداري ورکړی و، چې که په سوريه کې په کردانو حملې ونه دروي نو اقتصادي ستونزې به ورته جوړې کړي.

دوه ورځې وړاندي له سوريې نه د يو شمېر امريکايي ځواکونو له وتلو سره سم، ترکیې د سوريې په سرحدي سیموکې، د ترکيې د وسلوالو مخالفو کردي ډلو پرمرکزونو هوايي اوځمکني بريدونه پيل کړل او سلګونه وسلوال يې ووژل.

له دې سره د لويديځو هيوادونو په ګډون سعودي اومصرهم پرترکيه نیوکې وکړې، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان سعودي اومصرته ورياده کړه چې د بې ګناخلګو او د مصر د پخواني ولسمشر په وژنه دي خپلو شکلونو ته په اينه کې وګوري.

د امريکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پر ولسمشر ټرمپ تور پورې کړی چې اردوګان ته يې په سوريه کې د بریدونو په اړه شین زیګنل ورکړی.

خو ښاغلي ټرمپ دا تورونه رد کړي او په يوه ويناکې  يې .ويلي موږ د اردوګان په وړاندي درې افشنه لرو، يابه خپل ځواګونه ليږو، يا به اقتصادي بتدیزونه لګوو اويابه هم د ترکیې او کردانو ترمنځ منځکړتوب کوو، خو دا دريمه يې غوره لاره دعه.

.

Related Articles

Back to top button