خبرونه

ارزگان: پولیس خپل لس‌تنه پولیس ملگري وژلي دي

د ارزګان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې نن (سې شنبې) يوه پوليس خپل لږ تر لږه لس ملګري د چنارتو ولسوالۍ کې په يوه پوسته کې وژلي دي.

د چنارتو ولسوال فيض محمد حنفي طلوع نيوز سره خبرو کې دغه خبر ومانه. هغه زياته کړه چې دغه پوليس لومړی خپلو ملګرو ته زهر ورکړي او بيا يې وژلي دي.

حنفي وويلې چې ياد پوليس چې کله د غرمې ډوډۍ کې خپلو ملګرو ته زهري مواد ايښي وو او د ورځې درې بجو کې، په داسې حال کې چې دوی بې هوشه شوي وو، د پوليس له لورې ووژل شول.

د چنارتو ولسوال دغه راز په خپلو خبرو کې ويلي دي چې ياد پوليس د خپلو ملګرو له وژلو وروسته د پوليسو رنجر موټر سوځولی او ولسې يې له ځان سره وړې دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button