خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

اردګان لویدیځ ته: خپل کار سره کار لرئ

د ترکیې د شنډې کودتا وروسته لویدیځوالو د ارګان په حکومت نېوکې وکړی او له اردګان څخه یې وغوښتل چې له کودتاچیانو سره دې د بشري حقوقو په حدودو کې چلنج وکړي.
د لویدیځوالو نېوکې د ترکیې د لومړي وزیر بن علي یلدرم له خوا په سختو ټکو رد شوې.
نن غرمه د ترکیې ولسمشر اردګان په ولسمشري ماڼۍ کې په ویناو کې په لویديځوالو غږ وکړ چې په ترکيې دې له نېوکو لاس واخلي او خپل کار سره دې کار لري.
اردګان زیاته کړه:« ځینې هېوادونه پر موږ نېوکې کوي او بیا ووایې موږ اندېښنه لرو چې ترکیه د بشر حقوق د پښو لاندې نه کړي، هغوي دې د نیوکو پر ځای خپل کارونه مخ ته یوسي.»
تېره ورځ د ترکيې لومړی وزیر بن علي یلدرم د ترکيې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ترکیې پوځ مو د ګولن له عناصرو پاک کړ.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button