سلايډسيمه او نړۍ

اردوګان: روسيه او ايران داعش نه ځپي

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان يو وار بيا ټينګار کړی، چې روسيه سوريه کې خپل نظامي عمليات د بشار الأسد له نظام سره په همغږۍ ترسره کوي او روسيه او ايران د اسد بشپړ ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه: «آيا دوی له داعش سره جنګېږي؟ زه يې سپين وايم، نه ورسره جنګېږي».

اردوګان دغه څرګندونې تېر ماښام د فرانسې له ۲۴م ټلویزیونې کانال سره د خبرو پر مهال وکړې.

نوموړي وويل، د سوريې دولت تل په دغه هېواد کې ترکمن مېشت سيمه باير بوجاق په نښه کوي. د هغه په وينا په تېره نيمه مياشت کې د منځلارو مخالفينو نږدې ۳۰۰ تنه وژل شوي، چې ډېری يې ترکمن دي، تېره اونۍ د دوی ۲۰ تنه ووژل شول، دا ټول موږ په سترګو وينو، داعش چې ختيځ لوري ته دی، له هيڅ تهديد سره مخ نه دی.

اردوګان د روسيې هغه تورونه رد کړل، چې ګوندې ترکيه له داعشه تېل پېري، هغه دا خبرې تورونه وبلل او زياته يې کړه، چې بايد په ثبوت ورسول شي، که نه دا به د ترکيې دولت ته د بې احترامۍ په معنا وي.

د ترکیې ولسمشر زياته کړه: «روسيه پوهېږي، چې موږ تر هر چا ډېر ګاز له دوی رانيسو، دوهم هغه هېواد چې موږ ترې ډېر ګاز او تېل رانيسو، ايران دی، بيا اذربايجان، عراق، الجزائر او قطر هېوادونه دي».

د روسيې د ويشتلې الوتکې په اړه اردوګان وويل، ده له پېښې لږ وروسته له پوتين سره اړيکه ونيوه، خو هغه ځواب ورنه کړ.

د تېرې سه شنبې په ورځ دوو ترکي الوتکو هغه روسۍ الوتکه په نښه کړه، چې د دې هېواد هوايي حريم ته ننوتې وه، خو روسيې وويل، چې الوتکه يې د سوريې په هوا کې ويشتل شوې ده.

له هغه وروسته د دواړو هېوادو تر منځ اړيکې ترينګلې شوې او چارواکو يې د يو بل پر ضد توندې څرګندونې وکړې.

روسي چارواکو وروسته وويل، چې ترکيې د يادې پېښې په اړه هيڅ بښنه ونه غوښته، خو اردګان ويل، چې هېواد يې يوازې خپله دفاع کړې ده او بښنه بايد روسيه وغواړي.

روسي الوتکې له دې وړاندې هم د ترکيې هوا ته داخلې شوې وې، د تېر اکتوبر په لومړيو ورځو کې په ورته يوه پېښه کې روسيې له ترکيې بښنه وغوښته او ټينګار يې وکړ، چې په راتلونکې کې به داسې څه نه تکراروي، ترکيې همغه مهال ويلي و، چې د بيا لپاره به يې رد عمل نظامي وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button