سلايډسيمه او نړۍ

اردوگان م م ته وينا کې يو ځل بيا د دې سازمان پر جوړښت نيوکې وکړې

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوگان د ملگرو ملتونو سازمان ته وينا کړې او دې وينا کې يې يو ځل بيا د مخکې په څېر د دې سازمان پر جوړښت نيوکې کړې دي.

اردوگان د خپلې وينا پر وخت د امنيت شورا د پينځو دايمي غړو فوق العاده صلاحيت ته په اشارې وويل: «نړۍ له پنځو ستره ده او دا حقيقت تل تکراروو». نوموړي له دې وړاندې هم څو ځل د امنيت شورا پر جوړښت نيوکه کړې وه او څرگنده کړې يې وه، چې يوازې پينځه هېوادونه د ټولې نړۍ واک په لاس کې نه شي اخيستی.

اردوگان خپله وينا کې څرگنده کړه، چې د امنيت شورا د تاسيس پر مهال د نړۍ حالات او اوسني هغه يو شی نه دي، ځکه نو بايد نړۍ يوازې د پينځو هېوادونو د پرېکړو ښکار نه شي.

هغه د سوريې او عراق جگړو ته په اشاره وويل، چې دا د نړۍ له شرمه ډک پړاو دی، چې د جگړو له کبله سلگونه زره کوچنيان، مېرمنې، ځوانان او زاړه وژل کېږي او تېښتې ته اړ کېږي، خو د غرب ښارونو کې له شرم او سپکاوي ډک چلن ورسره کېږي.

اردوگان خپلو خبرو کې د ترکيې ناکامه کودتا يو وار بيا وغندله او د هغې ترسره کوونکي يې ترهگر وبلل، چې د خپلو اعمالو د ترسره کولو لپاره له هرې وسيلې کار اخلي.
نوموړي څو ورځې وړاندې د کودتا دغه هڅه د هغو پلانونو برخه بللې وه، چې له مخې يې ټوله اسلامي نړۍ په نښه شوې ده. ده وويل، چې: «دوی له ترکيې وړاندې سوريه، عراق، افغانستان، مصر، ليبيا او نورو اسلامي هېوادونو کې هم چارې گډې وډې کړې». خو هغه ټينگار وکړ چې د خپل ملت غږ ته به لبيک ووايي او د دې ترهگرۍ ريښې به وباسي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button