سيمه او نړۍ

اردوګان: روسیه دې له اور سره لوبي نه کوي

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوګان د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ته ګوت‌څنډنه وکړه، چې «له اور سره دې لوبې» نه کوي. د دواړو لوریو له خوا لفظي شخړې وروسته له هغې پیدا شوې چې تیره اوونۍ د ترکیې هوایي پوځ د روسیې جنګي الوتکه نسکور کړه.د الوتکې نسکورولو پېښې د روسې او ترکیې اړیکې ترینګلې کړې دي.

اردوګان همدارراز له پوتین څخه د ناستي غوښتنه وکړه خو د پوتین سلاکار بیا له ناستې دمخه د بښنې غوښتنه وکړه چې ترکیه باید له ناستې وړاندې له روسيې بښنه وغواړي.

له دې پیښې وروسته رسیې د ترکیې واردات بند کړل او ورسره یې اعلان وکړ چې د راتلونکي کال له جنورۍ وروسته به ترکان له ویزې پرته روسیې ته سفر ونه شي کړی.

ترکیه او روسیه خپلو کې ډیرې ګډې پروژې لري چې له دې سره د پروژو کار هم درېدلی. یوازې تېر کال کابو ۳میلیونه روسي سیلانیانو ترکیې ته سفرونه کړي وو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button