خبرونهسلايډ

اردوغان: کودتاچیانو له امریکا څخه امر اخیسته

شېبه وړاندې د ترکيې ولسمشر د استنبول له اتاترک نړیوال هوايي ډگر څخه ترکي ولس ته پیغام ورکړ، چې کودتا ناکامه ده او د دې کار کوونکي به د خپلو کړنو په سزا ورسېږي او ستره بیه به یې پرې کړي.

اردوغان د ترکیې په ټولو ځواکونو امر وکړ چې د کودتا د هڅو په وړاندې په کلکه ودرېږي او پرېنږدي چې د ترکيې د خلکو ارمانونو له منځه یوسي.

اردوغان په ترکي پوځ غږ وکړ چې دوی د محمد صلی الله علیه وسلم پوځیان دي او کله به هم دښمن پرېنږدي چې خپلو هيلو او ارمانونو ته ورسېږي.

ترکي ولسمشر همدارنگه زیاته کړه چې موږ به په ترکي پوځ کې د دښمن د نفوذ په وړاندې جدي کار وکړو او د دې ته ورته کړنو عاملین به له پوځ څخه ورک کړو.

اردوغان زیاته کړه چې دوی غوښتل ما ترور کړي او زما ځای یې د الوتکو له لارې په نښه کړ. اردوغان د کودتا د هڅې په شېبو کې د ترکيې په مرمرة ښار کې وو او د حالاتو له کنټرولولو وروسته د استنبول هوايي ډگر ته راغی او ولس ته یې خپل پیغام ورکړ.

تېره شپه ناوخته د ترکيې د پوځ ځینو غړو د کودتا هڅه کړې وه چې د ولس، پوځ او نورو امنیتي ادارو له لورې شنډه شوه. په لومړیو کې کودتاچیانو د ترکیې ټولې رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې خو د وخت په تېرېدو سره د ترکيې پوځ وکولی شوای چې ټولې رسنۍ بېرته له دوی څخه ازادې کړي.

اردوغان په لومړیو کې د مبایل له لارې ولس ته پیغام ورکړ چې د دې پوځیانو په وړاندې ودرېږدي او پرېنږدي چې دوی خپلو موخو ته ورسېږي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button