پاموړسلايډ

اختر او صدقه

دا انساني فطرت او غوښتنه ده چې باید نورو ته محتاج نه وي هر څه چې غواړي باید ولري. کوم انسانان چې د نورو غوښتنې پوره کوي هغوي تل د نورو په زړونو کې ځای لري او په ټولنه کې د قدر وړ وي.

په ماشومتوب کې انساني ډېر ژر د کمۍ احساس کوي چې شاوخوا یې ملگري او د کلي نور ماشومان یې څه ولري او دی ترې محروم وي. له دې ډول انسانانو سره باید مرسته وشي. که چېرې له بې‌وسه انسان سره مرسته وشي نو د خوښۍ او ارامۍ احساس به وکړي.

د ماشومتوب یادونه او خاطرئ د عمر تر پایه ژوندئ وي او کله هم انسان هغه نه شي هېرولی. ځینې وخت د یو ماشوم په خوشحالۍ او رضا کې الله تعالی په انسان ډېر رحم کړي او له ډېرو مصیبتونو څخه یې ژغوري.

اختر ته لږې شیبې پاتې دي او دا د سرو زرو چانسونه دي چې خپل شاوخوا گاونډ کې له مظلومو او بې‌پلاره ماشومانو سره مرستې وکړو. د هغوی اړتیاوې پوره کړو او د اختر لپاره چې د څه کمي احساس کوي هغه ورته پوره کړو تر څو له اخترو خوند واخلي او ستاسو لپاره د ارامئ او سکون سبب وگرځي.

صدقه تل اجر لري خو ځینو وختونو کې د مسکینانو او مظلومو انسانانو خوښي او سکون پرې دوه برابره شي. نړۍ کې هر څه خپل وخت کې ارزښت لري او انسان باید کوښښ وکړي چې له خپلو کړنو او مرستو اعظمي گټه پورته کړي.

دا چې انسان په خپل گاونډ کې د اختر په خوښیو کې مرسته وکړي تر څو د نورو د خوښۍ سبب وگرځي دا پخپله د ده د خوښۍ او ارامۍ لامل گرځي.

اختر کې د نورو ښو او اخلاقي کړنو سره باید خپل مظلوم، بې‌وسه او بې‌کسه گاونډ او کلیوال ماشوم هېر نه کړو.

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button