سلايډنظر او تحلیل

احمدزی: راستنو شويو کډوالو سره تر اوسه هيڅ مرستې نه دې شوي

په داسې حال کې چې د نړيوالو راپورونو پر اساس له پاکستانه راستانه شوي کډوال بېړنيو بشري مرستو ته اړ دي. ولسي جرګه کې د کوچيانو، قبايلو او کډوالو د کميسيون غړی محمد نذير احمدزی وايي، چې حکومت تر دې دمه کډوالو سره هيڅ ډول مرسته نه ده کړې. نوموړي وړمه ورځ ازادۍ راډيو سره خبرو کې وويل، چې دوی سره تر اوسه لومړنۍ مرستې هم نه دې شوي او د اوسېدو ځايونه يې نه دي برابر شوي.

ښاغلي احمدزي وويل: «د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت راستنو شويو کډوالو ته د اسانتياوو برابرولو کې ناکام دی، دې وزارت تر اوسه دومره هم نه دي کړي، چې يو کميسيون راوغواړي او د کډوالو ستونزې ورسره شريکې کړي، د کډوالو حالت د اندېښنې وړ دی او دوی خپل ژوند په دښتو کې پر مخ وړي».

د ده په وينا وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي، خو هغوی سره تر دمه لا لومړنۍ مرستې نه دې شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ياد وزارت له شمېرو سره سم تر دې دمه نږدې دوه نيم سوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي او هره ورځ پينځه زره نور راستنېږي. خو دوی سره د مرستو مسوولين وايي، چې دوی په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي او بېړنيو بشري مرستو ته اړ دي.

د تېرې مياشتې وروستيو ورځو کې افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا مشرې کيټ اورورک څرګنده کړه، چې له پاکستانه راستانه شوي کډوال د افغان حکومت او نړيوالو موسسو له لوري له پامه غورځول شوي، حال دا چې هغوی چټکو مرستو ته اړ دي. نوموړې ګواښ کړی و، چې که د دوی مرسته ونه شي، ناوړه پايلې به ولري.

د همدې شورا يوه بل سلاکار ويل کارټر چې ننگرهار کې يې خپله د دغو کډوالو حال ليدلی و، هغه يې زړه ماتوونکی بللی و. نوموړی وايي: «ډېری کورنۍ هيڅ نه لري، کوچنيان خوار ځواکۍ ځپلي، پاکې اوبه نه شته او خلک د سرپناه لپاره ان خېمې نه لري».

په عين وخت کې ډېری راستانه شوي افغانان نيوکه کوي، چې حکومت ورسره په کړو ژمنو وفا نه ده کړې او په ځانګړي ډول د سرپناه ستونزه يې نه ده اواره شوې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بيا وايي، چې اوسمهال پر يوه داسې پلان کار کوي، چې له پلي کولو سره به يې د کډوالو ستونزې اوارې شي. خو وزارت د دې پلان په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button