افغانستانسلايډ

اجراییه رییس او ولسمشر نن کتنه کړې

د ارگ فیسبوک پاڼې خبر خپور کړی چې نن د چهارشنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په ارگ کې کتنه کړې. پاڼه زیاتوي چې کتنې کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د اجراییه رییس لومړی مرستیال انجینر محمد خان هم برخه اخیستې وه.
د کتنې جزیات تر دې دمه له رسنیو سره نه دي شریک شوي. له تېرې اوونۍ راهیسې د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ نیوکې ډېرې شوې وې. اجراییه رییس لومړی په ولسمشر نیوکه وکړه چې د حکومت په چارو کې ورسره مشوره نه کېږي او وخت نه ورکوي وروسته بیا ولسمشر اجراییه رییس هم په ځینو کړنو تورن کړ.
د دواړو مشرانو تر منځ له لفظي نیوکو وروسته دا لومړی ځل دی چې له یو بل سره کتنه کوي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button