افغانستانخبرونه

اجراییه رييس د شانګهای غونډې لپاره چین ته تللی

عبدالله عبدالله پرون د شانګهای تړون څوارلسمې غونډه کې د ګډون په موخه چین ته رسېدلی.

روسیه، چین، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او قرقیزستان د شانګهای تړون دایمي غړي دي او هند، ایران، پاکستان، مغولستان، ترکمنستان او افغانستان یې یې په غونډو کې د ناظر په توګه ګډون کوي.

د اجراییه رييس ویاند وايي، چې تمه ده عبدالله عبدالله په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب خبرې وکړي او له غړو هېوادونو څخه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره مرسته وغواړي.

تمه ده چې عبدالله به په دې غونډه کې د چین د لومړي وزیر په ګډون د ځینو هېوادونو له مشرانو سره هم لیدنې ولري.

شانګهای تړون په ۲۰۰۱م کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا رامنځته شو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button