افغانستانسلايډ

اجرايه رياست د سفير په توگه د نورستاني له ټاکلو سره مخالفت ښودلی

سره له دې چې د ملي يووالي حکومت له جوړښته ډېره موده ووته، خو لا هم اجرايه رياست ولسمشر غني سره له خپلو مخالفتونو لاس نه اخلي او د ځينو په اند ځان د دويم ولسمشر په توگه ويني. په همدې لړۍ کې وارسا کې د ناټو سرمشريزه غونډه کې د اجرایه رييس د گډون څرنگوالي هم د ډېری افغانانو نيوکې راوپارولې. اجرايه رييس تازه اسپانيا کې د سفير په توگه د احمد يوسف نورستاني له ټاکلو سره مخالفت ښودلی.

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کميسيون رييس ښاغلی نورستاني د خپل يوه فرمان پر اساس اسپانيا کې د افغانستان د سفير په توگه وگماره، خو اجرايه رييس وايي، له دې کاره نه دی خبر شوی، ځکه يې نو مخالف هم دی.

ميترا تلويزيون له سپېدار ماڼۍ په نقل راپور ورکړی، چې اجراييه رييس عبد الله عبد الله د يوسف نورستاني د مقررۍ په اړه له دې امله مخالفت ښودلی، چې ولسمشر دی په دې اړه خبر کړی نه و. عبد الله عبد الله په داسې حال کې ولسمشر سره د افرادو په مقرريو کې مخالفتونه ښيي، چې څه موده مخکې د ولسمشر غني د پرېکړو له مخې له اساسي قانون سره سم په ټولو دولتي ادارو کې مقررۍ د ولسمشر صلاحيت په گوته شو، او د وزيرانو په گډون له بل هر دولتي چارواکي د خلکو د مقررولو صلاحيت واخيستل شو.

خو د اجرايه رييس پلويان نيوکه کوي، چې ملي يووالي حکومت د اساسي قانون پر اساس نه دی رامنځته شوی، بلکې د يوې سياسي هوکړې له مخې رامنځته شوی، چې له مخې يې بايد د حکومتي افرادو مقررۍ د ولسمشر او اجرايه رييس په توافق ترسره شي.

راپور کې ويل شوي، چې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم د يوسف نورستاني له مقررۍ سره مخالفت ښودلی، خو دا چې ولې؟ لامل يې نه دی ښودل شوی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button