د پرون کیسهراپورونهسلايډ

اتڼ- شاډوله-بلبله

لیکنه: صفیه حلیم

د خوشالۍ په وخت د سړو یا د ښځو ډله په ګډا یوه دایره کې څرخي. دا څرخ تل د ښې نه ګس لاس ته وي. یاني د ګړۍ د ستنو مخالف لور ته خلک تاوېږي.
د داسې ګډا خپل نومونه دي چې ټولې نړۍ کې په قبیلوي ژوند کې يې رواج و. د هند په راجستان او ګجرات، د ترکي، یونان او افریقه کې د اتڼ خپل نومونه دي. د پښتنو هغه سیمې او قامونه چې اتڼ کوي، دا دي.
۱. وزیرستان- خوست- پکتیا- پکتیکا، لوګر
۲. د ژوب، پښین او سیستان په کليو کې سړی د واده یا د سپرلي په میلو کې اتڼ کوي.
۳.ځینې کوچیان لکه احمدزي، سلیمانخیل او داسې نور.
۴. خټک، اپریدي او شینواري خپل نڅا ته “بلبله” وايي.
په کرمې او ځینو نورو سیمو کې ښځې او سړي د واده په موقع یو ځاې “غبرګ اتڼ” هم کوي. د سړو د دائرې نه بهر سپین سرې او واده شوې ښځې خپله دائره جوړوي. دوی لوی څادرونه په سر،مخ پټ، ورو ورو لاسونه خوروي.
په کلي والو سیمو کې ښځې په یوه دایره کې میده میده قدم اخلي او لاسونه پړکوي چې ]ینو سیمو کې ” شاډوله” نومېږي.
د هرې سیمې د اتڼ خپله طریقه ده چې یو نظم او سیسټم لري. د بیلګې په توګه پکتیا وال اتڼ کې سړي په دوو لیکو کې یو بل ته مخامخ ودرېږي. د دوی ټولو لاسونه د یو بل په اوږه وي او د ځانګړو سندرو په ویلو ورو ورو د میدان منځ ته ورځي. بیا دوی شا ته شي او مخالف قطار د سندرې جواب په ورکولو وړاندې ورځي. څو سندرو نه وروسته دوی مخ ښې لاس ته تاو او اتڼ پېل کړی. د کوچیانو په اتڼ کې د اتڼچیانو مخ ته ډول او سورنا غږوونکي روان وي او د دوی لیکه بیا ورو ورو په دایره کې بدله شي. د اپریدو په “بلبله” کې د قدم وهلو سیسټم د پکتیاوالو نه فرق وي. خټک د ” بلبلې” په وخت د میدان په منځ کې تورې هم بریښوي. یا د تورې په ځای ورسره ټوپک وي او د بلبلې په اخر کې ټول په ګډه یو ډز کوي.
د انګریزانو له خوا کله چې ایف- سي (فرانټیر ملېشیا) جوړه شوه نو بلبله د پوځي پریډ د یوې برخې په توګه يې وساتله. د دوی خپل دودیزه لباس، ګول چیندار کمیس، ګیډی پرتوګ او واسکټ ته يې رنګونه وټاکل. سپین کمیس پرتوګ او کرمچ بوټ د سور رنګ واسکټ سره دغو اتڼچیانو په ځانګړی جشن یا لمانځنو کې خوند پیدا کړو. دغو “اتڼچیانو” ته به د څڼو د غوړولو لپاره یوه پېسه معاش کې زیات ورکړې کېده. اتڼ به د ملېشیا ځوانانو د بهرملکونو خاصومیلمنو په وړاندې کوو چې” خټک ډانس” په نوم يې یادو او اوس پخپله خټک هم ورته دغه نوم اخلي. د پښتنو هغه سیمې چې اتڼ پکې نه کېږي، اشنغر، صوابۍ، مردان سوات، باجوړ، بونېر او مومند دي. ځینو سیمو کې د سړو ګډا ته پښتانه په ښه سترګه نه ګوري. پخوا به “اتڼچیانو” خپل سرته به يې په یو خاص ډول حرکت ورکوو چې “څڼې” يې یوې او بله خوا وغورځي.
یو وخت اتڼ د جنګ د ګټلو په وخت هم کیدو او د دې تر ټولو لویه بیلګه د پانی پت له درېم جنګ راپاتې ده. په جنګ کې د بري نه وروسته، افغانانو یوې ډلې اتڼ پېل کړو. د جنګ میدان په زرګونو مړو ډک و او د “اودهه” نواب شجاع الدوله چې اتڼ ولیدو نو افغانانو ته يې د وحشي خطاب وکړو.
د ۱۹۶۰ م په لسیزه کې باچا محمد ظاهر شاه کمیس پرتوګ ملي لباس او “اتڼ” ملي نڅا اعلان کړه، سره له دې چې هغه پخپله نه دا لباس اغوستو او نه يې اتڼ کوو.
د ۱۹۸۰ م کلونو د روس سره جنګ په وخت په لکونو افغانان مهاجر شول. هغه لوستي او متمدن خلک چې یورپ او امریکه ته لاړل، د یو بل نه لیرې پراته او په ودونو کې به يې سندرغاړو د خپل وطن پخوانۍ سندرې او غزلې ویلې.
د ۲۱ پېړۍ د پېل سره ټیکنالوجي پرمختګ وکړو نو د نویو کډوالو ژوند له پخوانو بدل شو. په افغانستان کې شا و خوا ۳۰ ملکونو خپل پوځ او پېسه ورواستول. د کابل بازارونه په ښایسته وطني جامو او په بهر کې د کډوالو ودونه پرې رنګین شول. هغو چې د اتڼ لپاره به يې له سیکانو “ډول” په پور اخیستو اوس خپل “ډولچي” لري او د اتڼ ډلې يې جوړې کړي دي. اوس لږ وخت پاتې دی چې اتڼ د نړۍ په نورو نڅاو کې ځای پیدا کړي او د دې اصول وټاکل شي.

د لیکوالې له بلاګ څخه په مننې

Tags

ورته مطالب

Back to top button