روغتيا

اته ساعت خوب مو حافظه قوي کوي

اته ساعته خوب د روغتیا او شخصیت دواړو لپاره اړین وي.  طبي څېړونکو پر دې سربېره د خوب  یوه بله ګټه هم وړاندې کړې.

په امریکا کې شوې یوې څېړنې ښودلې چې کوم خلک د شپې اته ساعته خوب کوي د هغوی حافظه د هغو خلکو په نسبت چې تر دې کم خوب کوي، ښه وي.

برګم اینډ ومین هاسپیټل لخوا شوې دغه تحقیق کې ویل شوي چې د خوب پر مهال ډیر یادښتونه قوي کیږي، خو د دوی تحقیق کې بیا یوه نوي څه دا هم لاسته ورغلي چې د دغه عادت خپلولو سره د نوې څېرو او نومونو د یادولو صلاحیت هم ډير ښه کیږي.

څېړونکي وايي چې د نوي شیانو د زده کولو لپاره خوب حافظه قوي کوي. دوی زیاته کړې چې د دغې څېړنې اطلاق د هر عمر په کسانو کیږي.

د څېړنې له مخې د نوي معلوماتو د زده کولو لپاره خوب ډير مهم دی او د عمر زیاتېدو سره د خوب موده کمیږي چې ورسره د خلکو د حافظې کمزورې کېدو ستونزه هم زیاتیږي.

دغه څېړنه د جرنل نیورولوجي آف لرننګ انیډ میموري مجله کې خپره شوې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button