افغانستانراپورونه

اتمر د غني له ټیم سره یو ځای کېدل رد کړل

د ولسمشریزو ټاکنو یو کاندید محمد حنیف اتمر په یو رسنیز یادښت کې هغه رپوټونه رد کړي چې ګنې ټیم یې له کوم بل ټبم سره یو ځای کېږي.
وړاندې داسې ویل کېدل چې د سولې او اعتدال ټیم به د خپلمنځي اختلافاتو له امله ښایي وپاشل شي او اتمر به د اشرف غني له دولت جوړوونکي ټیم سره یو ځای شي.
اتمر دا خبرونه ناسم بللي دي.
د اتمر ټیم تر اوسه خپل ټاکنیز کمپاین نه دی پېل کړی او ویل کېږي چې د صدارت د څوکۍ پر سر په کې ژور اختلافات دي.

Tags
Back to top button