سلايډنظر او تحلیل

آيا کمونېستان رښتيا هم «کمونېستان» وو؟

زاهد جلالي

آيا کمونېستان رښتيا هم «کمونېستان» وو؟
پرون پر دې موضوع په پوهنتون کې له ملګرو سره بحث و او ها بله ورځ له ډاکټر صاحب بهاند سره پرې پر ټليفون پرې وغږېدم. دوستانو ويل چې کوم معلومات چې موږ ته د کمونېستانو په اړه راکړل شوي وو، ټول غلط وو. دا خبره چې کمونېست له خپلې مور سره واده کوي، دين نه مني، خدای نه مني… دا ټول دروغ دي. دوی ويل چې روسيه کې بلا شمېر ارتودوکس عيسايان شته، کليساوې په کې شته او د خدای عبادت په کې کېږي.
دغو بحثونو ما ته له سليمان لايق سره مجلس راياد کړ. ۲۰۱۴م کال و، علومو اکاډمۍ کې ورسره ناست وم. ترې مې وپوښتل: د خدای پر شتون باور لرې؟ وار خطا شو، دا څه وايې؟ د دغه ستر خدای له شتون به زه څنګه منکر کېږم. ما هم ورته سپينه وويلې چې تاسې خو کمونېستان وئ او دغه فلسفه همداسې وايي. ويل يې، نه، موږ نه وو کمونېستان، موږ ملت پال وو او له روسيې سره مو د يوه ستر قدرت په توګه ملګرتيا کوله.
ما ورغبرګه کړه چې د کارمل خو هغه ويډيوګانې ثبت شوې شته چې ويل يې رښتينی افغان هغه دی چې په مارکسېزم لېننېزم باور ولري. ستاسې د حکومت پر مهال تاسو له خلکو سره د خدای پر نه شتون مناظرې کولې، کموېستي کتابونه مو لر و بر کول او د دوی پر استدلال مو شخوند واهه. ما ورته د استاد عبدالله ګل ريان مرحوم کيسه وکړه. هغه ويل، کله چې د کمونېستي رژيم پر مهال زنداني شوم، نو زندان کې مسوول کس ها بل ته ويل چې د مارکسېزم کتابونه له الفبا نه پرې شروع کړه چې سر يې په خبرو خلاص شي. وايي ما ورته کړه چې تر قاف پورې مې لوستي، له هغې ها خوا راکړه چې ويې لولم.
کله چې مې لايق ته دغه خبرې او ځينې نورې کولې، په ناراحتي يې راکتل او داسې ښکارېدل چې دا خبرې پرې درنې تمامېږي. هغه زه د خبرو منځ کې پرې کړم، ويل يې نه، داسې نه ده، ته نه شې کولای چې شخصي کيسې راواخلې او د يوه فرد د خبرو له کبله ټول نظام باندې يوه ټاپه ووهې. ما ورسره بحث همداسې مخکې يوړ او ډېرې خبرې وشوې. البته دا مهمه ده چې لږ تر لږه هغه نيوکه زغمله او د بحث و مباحثې هڅه يې کوله.
په زړه پورې ده چې نن سبا خلک د کمونېستانو له کمونېزم منکر دي او آن د دوی هغه فکري کسان ځانو ته بل رنګ ورکوي. تر دې جالبه بيا دا ده چې ځينې دوستان د روسي کمونېستانو د سپين تراشلو هڅه کوي او غواړي چې ووايي چې دوی هم کمونېستان نه وو. خو زما په باور دا د دوی ساده ګي ده، ځکه د کمونېزم په اړه ممکن د دوی درک سطحي وي. دوی يوازې دې ته ګوري چې په روسيه کې ارتودوکس عيسويان شته. دې کې شک نه شته چې روسيه کې ارتودوکس عيسويان شته او دوی په نورو عيسويانو کې ښه دي، ځکه چې دوی له مسلمانانو سره صليبي جګړې نه دي کړي، خو کله چې په روسيه کې په ۱۹۱۷م کال کې بولشوېکي انقلاب راغی او مارکسېزم-لېننېزم واکمن شو، هلته د مذهب پاڼه په وچېدو او رژېدو شوه. هلته بيا عيسويت او اسلام ته په يوه سترګه کتل کېدل او د دواړو د له منځه وړو له پاره هڅې کېدې. ځکه کمونېزم له دين سره نه جوړېږي.
د دين په اړه د معاصر کمونېزم د ستر فيلسوف، کارل مارکس، نظر ډېر مشهور دی. د هغه دا وينا چې «دین خلکو ته داسې مضر دی لکه نيشه يي توکي» د دين په اړه د مارکسېزم او کمونېزم نظر راخلاصه کوي. هغه وايي چې دين د ټولنې اوچتې او سرمايه دارې طبقې رامنځ ته کړی تر څو کمزورې او کارګرې طبقې ته د دروغو هيله ورکړي او خوشاله يې کړي. هغه وايي دا د سرمايه دارو يوه حربه ده چې بايد خلک پرې ونه غولېږي. د مارکس د کمونېزم په انارشېزم تمامېږي. معنا دا چې هغه وايي چې انسانان په اول کې د حيواناتو په څېر داسې حالت کې اوسېدل چې خپله شخصي سرمايه يې نه لرله او هېڅه د هېچا نه وو. نو کمونېزم بېرته انسانان دغسې انارشي ته بوځي چې بېرته به هېڅه د هېچا نه وي.
د مارکس له نظره کمونېزم د انسان د مالکيت حس له منځه وړي. څوک د څه شي مالک او څښتن کېدای نه شي. نه څوک د کور او موټر څښتن کېدای شي او نه د ښځې. دا خبره ځينو مشهوره کړې چې کمونېزم کې له مور سره انسان واده کولای شي. اصلا د دې خبرې ريښه د مارکسېزم هغه نظر کې دی چې هغوی وايي چې کمونېزم کې انسان د ښځې مالک کېدای نه شي، بلکې هر سړی کولای شي له هرې ښځې سره خپله جنسي تنده پوره کړي. ممکن انسان له هغې ښځې سره شهواني غريزه پوره کړي چې ترې زېږېدلی دی. ځکه د هغوی له نظره په کمونېزم کې «زما توب» له منځه ځي. هېڅه د هېچا نه دي، خو هر څه د هر چا دي. هر څوک د ټولنې له هر څه څخه استفاده کولای شي، خو خپلولای يې هېڅوک نه شي. دې کې د «ښځې توب» او «مېړه توب» مفهوم هم له منځه ځي.
لېنن چې روسيه کې له بولشوېکي انقلاب وروسته واکمن شو او غوښتل يې مارکسېزم او کمونېزم په تدريجي توګه ټولنه کې عملي کړي، هغه هم د دين په اړه د مارکس په څېر نظر لري، بلکې هغه خپلو کتابونو کې د مارکس نظر تشريح کوي. هغه وايي چې د مارکس دا نظر چې دين يې د خلکو له پاره د مخدره موادو په توګه مضر بللی، د دين په اړه د مارکسېزم د نظريه اساس دی. لېنن وايي چې دين د سرمايه دارې طبقې له لورې جوړ شوی تر څو کارګره طبقه پرې خطا وباسي او په همدې پلمه ترې کار واخلي.
د دين په اړه د کمونېزم نظر او د شوروي د حکومت دين دښمنه پاليسي ډېره ښکاره ده. هغوی په ډېرو هېوادونو کې دين سخت ځپلی او له رسمي مطبعو څخه به يې په مختلفو ژبو د داروېنېزم کتابونه نشرول، تر څو خلکو ته ووايي چې انسان له خدای سره هېڅ تړاو نه لري او د انسان اصل د بيزو له نسله دی. د دين په مخالفت کې د مارکسېزم-ليننېزم نظر اصلا دليل او ثابتولو ته ضرورت نه لري. خو ځينې خلک د لمر د شتون له پاره هم دليل غواړي او ځينې نور بيا د تبليغاتو له وجې دومره ګيچ شي چې د لمر په شتون هم شک کوي.
د ژوند په اړه د کمونېزم غير معقولې او غير منطقي نظريې له کبله دغه فکر ډېر ژر له نړۍ ټول شو او ډېرو هېوادونو کې يې لږو کلونو کې سقوط وکړ. ځکه خو اوس د ډېری کمونېستانو په لاسونو کې تسبيح ليدل کېږي او دوی ځانونه د خدای پر وجود تر ټولو قوي مومنان بولي.

زاهد جلالي

Related Articles

Back to top button