سلايډنظر او تحلیل

آيا امريکا پاکستان نه پېژني؟!

ميرويس درانی

د ترورېزم پر ضد له جګړې دا دي نږدې پنځلس کاله تېر شول. په تېرو پنځلسو کلونو کې تر ټولو ډېره قرباني افغانانو ورکړه، خو لا يې هم وطن برباد دی او په راتلونکي کې هم د آرامۍ او ثبات تمه نه شته. د ترورېزم پر ضد په دغه جګړه کې چې مشري يې امريکا کوله، په سيمه کې پاکستان تر نورو ډېر مهم رول ولوباوه او د امريکايي پالېسۍ په پلي کولو کې ډېر بريالی برېښي.

خو په تېرو نږدې پنځلسو کلونو کې په کابل کې داسې حکومت چې د امريکا له بريده وروسته د امريکا په خوښه رامنځ ته شو، له پيله تر اوسه له پاکستان سره ښې اړيکې نه لري او په ياده جګړه کې د پاکستان له روله سر ټکوي. افغان چارواکي درګرده همدا وايي چې پاکستان د ترورېزم ملاتړ کوي، خو په منځ کې يې امريکا د پاکستان پر وړاندې هماغه پالېسي لري او لا هم له پاکستان سره مالي او پوځي مرستې کوي.

څو ورځې مخکې د امريکا د کانګرېس يوه غړي، سناتور مټ سلمون د پاکستان د دوستۍ او دوښمني په تړاو ځينې پوښتنې راپورته کړې دي. هغه وايي چې د ترورېزم پر ضد د جګړې له پيله امريکا له پاکستان سره بليونونه ډالره مرسته وکړه، خو پاکستان تر اوسه هم له ترورېستي ګروپونو سره اړيکه لري. هغه پوښتنه مطرح کړې چې آيا پاکستان دوست دی او که دوښمن. د امريکا د کانګرېس د ترورېزم پر ضد کمېټه کې د پاکستان د دوستۍ او دوښمنۍ په تړاو د زلمي خليلزاد په ګډون دوو نورو هم خپله شاهدي ورکړې. خلیلزاد غوښتنه کړې چې بايد پاکستان د شمالي کوريا په څېر منزوي شي.

د خليلزاد د دغو څرګندونو په اړه او د امريکا په سنا کې د پاکستان په اړه د شاهديو د اورېدو په اړه په خواله رسنيو کې زموږ ځينې افغانان ډېر خوشاله ښکاري. دوی د دغسې «سترې لاسته راوړنې» ټول ارزښت زلمي خليلزاد ته ورکوي او هغه يو وطنپال او پاکستان ضد افغان بولي.

دلته د زلمي خليلزاد د شخصيت په اړه څه ليکلو ته ځای او ضرورت نه شته. همدومره کافي ده چې هغه يو وطنپال امريکايي دی، په افغانستان کې د امريکا سفير پاتې شوی او د امريکا ګټې ورته تر هر څه ډېرې مهمې دي. راځو دې ته چې آيا امريکا په تېرو پنځلسو کلونو کې پاکستان نه پېژندله؟ آيا په امريکا کې په سلګونو څېړنيز مرکزونه او ژور سياسي څېړونکي د پاکستان له رول او پاليسيو څخه ناخبره وو او اوس خليلزاد دغه توره وکړه؟

د امريکا په کانګرېس کې د پاکستان په تړاو د څو خبرو په اړه خوشبيني کېدلو ته هېڅ اړتيا نه شته. په حقيقت کې هغه کسان چې ورته خوشبيني دي، يا خو ډېر ساده ګان دي او د نړۍ له سياسته ناخبره، او يا غواړي د خپلو ګټو له پاره ناخبره افغانان لا هم ناخبره وساتي او هيله من يې کړي.

امريکا له اولې ورځې پاکستان پېژندلی او له پالېسيو يې خبر دی. اصلا د پاکستان پالېسۍ امريکا ترسيموي او د يوه کار د ترسره کولو پلان ورکوي. امريکا غواړي چې افغانستان کې فاسد حکومت حاکم وي او د هېواد په ټولو برخو کې يوه نه پای ته رسېدونکې جګړه او ورور وژنه روانه وي. له دې لارې به په افغانستان کې د امريکا شتون تثبيت کېږي او په نتيجه کې به يې چين او نوره سيمه له نژدې تعقيبوي او خپلو پاليسيو ته د پلي کېدو لاره هواروي.

پاکستان ته د دغه ډول رول ترسره کولو دنده ورکړل شوې، ځکه خو امريکا تر اوسه له پاکستان سره مرسته کوي. له همدې امله، په کانګرېس کې د ګوتو په شمار سناتورانو څرګندونې د امريکا په سياست او پالېسۍ هېڅ اغېزه نه شي لرلای او د پاکستان په تړاو به د امريکا پالېسي هغسې وي، څنګه چې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button